NATIVE RICH > نټیوریچ څه دی؟
نټیوریچ څه دی؟


نن غواړم چې تاسې ته یو داسې ډیجټل پلیټ فارم معرفي کړم چې دا لومړی ځل دی چې تاسې به ورسره اشنا کېږی، او ددې لپاره چې ډیجټل ټیکنالوجي نن سبا انساني نړۍ پخپلو هغو وړانګو کې راګیر کړې ده چې په سترګونه لیدل کېږي. د انسانانو ترمنځ يې داپراخه نړۍ د یو کلي په څیر رانژدې کړې ده. نو ددې پرمختګ په کاروان کې موږ افغانانو ته پکار دي چې له چا بیرته پاتې نشو او له عصري وسایلو څخه د خپل ژوند په پرمخ بیولو او دخپل چاپیریال په ساتلو او زرغونولو کې برخه واخلو، زرغونول یوازې دا نه دي چې .تاسې شنه شیان وکری بلکې زرغونول داهم دي چې ته پخپلو پښو ودریږې او له احتیاجۍ ووځې

شالید
نن غواړم افغانانو ته چې ډیری لوستي هم په کې وزګار دي او د کارموندنې لپاره مجبوریږي چې ایران، پاکستان یا هم ترکې ته لاړ شي یو ښه زیری ورکړم. ما ډیر داسې لیسانس او فوق لیسانس ځوانان واوریدل چې ددندې د پیدا کولو لپاره څلور یا پنځه کاله ګرځيدلي وو خو لايې هم دنده نه درلوده، نو ما له ځان سره وویل چې راځه یو څه وکړه چې هیوادوالو ته کار پیدا شي، نو د نیټیو ریچ ډاټ کام مې جوړ کړ. .داد کارموندنې نوی ډیجټل سیسټم دی چې ددې له مخې هیڅوک هم وزګار نه پاتې کېږي 

د کار څرنګوالی
د بیلګې په توګه، یوسړی غواړي یوه عریضه ولیکي نو د هغې د لیکلو لپاره باید له کلي ښار ته لاړ شي بیاهلته یو عریضه لیکونکی پیدا کړي او هغه ته ووايي چې داستونزه لرم او ماته عریضه ولیکه، هغه څلورسوه یا پنځه سوه افغانۍ ترې اخلي عریضه ورته لیکي خو ددې کس چې د یوې عریضې لپاره يې دومره مزل وکړ څومره وخت ضایعه شو او د عریضې د فیس پرته يې نور څومره لګښت وشو، ځينې وخت خو يې د یوې عریضې دلیکلو پسې په ښار کې شپه هم تیره شي او لګښت ان درې څلور زره افغانیو ته ورسیږي نو دا سیسټم يې تاسې ته اسانوي چې خپل کور کې ناست پخپل موبایل کې، دې ویبسایت ته ورشی او هغه چا پسې وګرځی چې د عریضه لیکلو خدامات وړاندې کوي، ښايي هغه په امریکا کې وي، یاښايي په استرالیا کې یا اروپا کې خو هغه کولای شي چې په ډیره ارزانه بیه يې تاته چمتو کړي او درویلیږي او ستا لالهاندي یو ساعت ته رالنډه کړي، دا هسې ما یو مثال درته وویلې په اسانه ژبه چې ټول ددې په کانسپټ باندې وپوهیږو. ښايي یوچاته یو مدافع وکیل پکار وي یا یو چاته ترجمان پکار وي، یایوچاته د زراعت کارپوه پکار وي، یایوچاته ایډیټر پکار وي چې کتاب يې ورته سم کړي، یا یو چاته عکاس پکار وي. 

مسلک د عایداتي تولید په توګه
یو سړی دی د عکاسۍ ښه وړتیا لري او زده کړې يې پکې کړي خو کار نه ورته پیدا کېږي نو هغه کولای شي د نیټیو ریچ په ویبسایټ کې ځان راجسټر کړي او د خپلې عکاسۍ څو بیلګې په کې کیږدي او ورسره ولیکي چې زه به ستاسې عکسونه اخلم. بل سړی د ویدیو ایدیتر دی او ګرافیک ډیزاینر دی خو کار نه ورته پیدا کېږي هغه کولای شي ځان په دې ویبسایټ کې راجسټر کړي او د خپل مسلک په اړه خلکو ته مالومات ورکړي چې څه خدامات ترسره کولای شي. نو دا داسې یو پلیټ فارم دی چې تاسې ته د کار موندنې فرصت وړاندې کوي، که ته لویه دنده هم ولرې خو غواړې پخپل فارغ وخت کې اضافه کاري وکړې نو کولای شې چې له دې فرصت څخه کار واخلې. که موږ داسې فرصتونه ضایعه کړو او په وړاندې بیولو او عامولو کې يې مرسته ونکړو نو هیڅکله به زموږ ټولنه مخته لاړه نشي او تل به بهرنیو هیوادونو ته محتاجه وي.

دا داسې یو فرصت دی چې ستا خپل کور کې تاته د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه د کار وړاندیزونه راځي، د بیلګې په توګه ستا انګلیسي زده ده او ښه پښتو، دري یا ازبکي هم لیکلی شي او ورباندې پوهیږې یا په دې ژبو کې په یوې پوهیږې نو کولای شي چې په نیټیو ریچ ډاټ کام کې ځانته حساب پرانیزې او خپل مسلک او وړتیا خلکو ته معرفي کړې. کیدای شي یو کس له امریکې یا یوبل هیواد څخه تاته د کار وړاندیز درکړي. 

ډیجټل کاروان 
نټیو ریچ یانې له اصله تاسې شتمن یاست، تاسې مسلک لری، تاسې زده کړې کړي او تاسې پوهه لری چې په میلیونونو ډالرو ارزي خو ستاسې له پوهې څخه د ټولنې په پرمختګ کې باید کار واخیستل شي. خو داسې نوي پرمختګونه او کاري فرصتونه یو څه وخت ته اړتیا لري چې په افغاني ټولنه کې عام شي، خو په نوره نړۍ کې خلک ورسره ژر بلدیږي، دا نوی فرصت دی او یوازې په افغانستان کې نه بلکې موږ له دې لارې په ټوله نړۍ کې هغو خلکو ته چې مسلک او وړتیا لري خو وزګار دي کاري اسانتیا وړاندې کوو. هغه څوک چې غواړي اضافه پیسې وګټی نو دلته ځانونو ته اکاونټ جوړوي او له دې لارې د خپل مسلک سره سم خدامات وړاندې کوي.

نو هیله لرو چې ددې پلیټ فارم په معرفي کولو او عامولو کې راسره ودریږی، راځی له ډیرو خبرو لاس واخلو او عملي کار پیل کړو. دا لږ ترلږه درې کلونو ته اړتیا لري چې په افغانستان کې عام شي، خو ان شاء الله، زه هیله لرم چې ټول لوستي افغانان چې له هر فکري لیدلوري سره اړه لري، دلته راسره یوځای شي. زه ژمنه کوم چې په پنځه شپږو کلونو کې به له دې موږ په میلیونو ډالره عاید لرو ځکه چې دا به له بهره ډیر غړي ولري، لکه له اروپا، افریقا او امریکا او استرالیا، نو چې هرڅومره عاید له دې لارې راځي هغه به په افغانستان کې د پوهنې په وده لګیږي او د افغانستان په ډیجټلایز کولو لګیږي.

نو راځی چې د خپلو خلکو او هیواد په پرمختګ کې برخه واخلو او له دې لارې له خپلې جګړه ځپلې ټولنې سره مینه وکړو. دا یو رښتینی کاري فرصت دی چې ستاسې وړتیاوې د کارموندنې لپاره معرفي کوي، راځی چې په ګډه مخته لاړشو.